د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره ویډیويي خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، دواړو لوریو پر دوه‌ اړخیزو اړیکو، د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو اقتصادي او بنسټیزو پروژو خبرې کړي دي.

ښاغلي متقي، د هرات پر مسیر د ټاپي پروژې، اوسپنې پټلۍ او دغه راز د ټاپي پروژې یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

ورته مهال د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، د کابل او عشق‌اباد د اړیکو پر پراختیا خوښي څرګنده کړې او د ګډو اقتصادي پروژو او د اړیکو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version