د سوریې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لنډمهالي ولسمشر، احمدالشرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

دې ټلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو پر دوه‌ اړخیزو همکاریو، د سوریې د امنیت او ثبات، او د دغه هېواد پر وروستیو بدلونونو خبرې کړې دي.

دواړو لوریو دغه راز د سیمه‌ییزو کړکېچونو د هواري لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version