
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې له خپل پاکستاني سیال اسحق ډار سره پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي، سترو پروژو او افغان کډوالو په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لهمخې ښاغلي متقي ویلي، چې پاکستان دې له دغه هېواده د راستنېدونکو افغانانو حقونه نه ضایع کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې له ټولې نړۍ سره پر متقابل درناوي اړیکې غواړي او په خبره یې پاکستان دې د سترو پروژو، ټرانزیټ او سوداګرۍ برخو کې د ستونزو د هواري هڅې وکړي.
په اعلامیه کې وړاندې د اسحق ډار له قوله راغلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د ټرانزیټ او دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا غواړي او په دې برخو کې یې د اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنه وکړه.
د ویلو ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی.