‏ابو ظبۍ کې د افغانستان سفیر، مولوي بدر الدین حقاني په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو یو شمېر افغان مخورو او سوداګرو سره کتلي.

متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت وایي، دې کتنه کې افغان مخورو او سوداګرو له افغان حکومت څخه ملاتړ خپله اسلامي او اخلاقي دنده بللې.

سرچینه زیاتوي، چې له دې سربېره دوی د یو لړ سوداګریزو ستونزو په شریکولو سره په متحده عربي اماراتو کې د افغان کاریګرو د حقونو او ملاتړ په برخه کې د سفارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.

ښاغلي حقاني ویلي، چې په اماراتو کې د افغانانو خدمت او د هغوی له مشروع حقونو ملاتړ او په دې برخه کې د هر راز اسانتیاوو رامنځ ته کول یې لومړیتوب دی.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شته ستونزو د حل لپاره به هر اړخیزې هڅې تر سره کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version