د سرپرست حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو درې میاشتني راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې په دغه راپور کې د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپاره شوي او هڅه شوې چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه تشویشونه پیدا شي.

ښاغلي مجاهد یاد راپور رد کړی او ویلي یې دي چې دغه راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د پروپاګند کولو په موخه چمتو شوی دی.

نوموړي ویلي، چې د ملګرو ملتونو او ورته نورو ادرسونو له لارې تل د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کېږي او هڅه کېږي چې د افغانستان حالات ناسم وښودل شي، په پرمختګونو سترګې پټې او کوچنۍ پېښي غټې وښودل شي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو په راپور کې جنايي پيښې هم امنيتي پيښې تعبیر شوي دي، په داسې حال کې چې دغه ډول پيښې، په نورو هېوادونو کې له افغانستان څخه ډېرې ترسره کیږي.

د سرپرست حکومت ویاند خلکو ته ډاډ ورکړی چې د بهرنیو مغرضو کړیو په خوله د خپل هېواد د امنیت او ثبات په اړه انديښمن نشي، «افغانستان له هر وخت ډیر امن دی او خلک د شرعي نظام تر سیورې لاندې آرام ژوند کوي.»

د ملکرو ملتونو درې میاشتني راپور افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښه ښودلې او ویلي یې دي چې د تېر کال په پرتله امنیتي پېښې زیاتې شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version