
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې هلته افغان سفیر مولوي سردار احمد شکیب افغانستان لپاره د یاد هېواد له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره کتلي دي.
سرچينه وايي، ښاغلي شکيب له صادق خان سره په دې کتنه د افغانانو لپاره د پاکستان د ویزو پر ستونزو، پاکستان کې د افغان کډوالو او محصلینو پر اندېښنو، دوه اړخېزه سوداګرۍ او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.
ياده دې وي، چې افغانان په تېره بیا سوداګر او ناروغان د پاکستان د ويزو ترلاسه کولو په برخه کې د لوړو نرخونو په ګډون له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.