د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د بلخ ولایت مقام کې له خپل ازبکستاني سیال اسیلبیک خدایاروف او مل پلاوي سره کتلي.

عامې روغتیا وزارت وایي، چې دې کتنه کې د روغتیايي همکاریو پر پیاوړتیا، روغتیايي متخصصینو ظرفیت لوړونې، د هیموفیلیا ناروغانو لپاره د اړینو فکتورونو تأمین‏، د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول تضمین او ناروغانو ته د ویزو اسانتیاوو په اړه خبرې شوې دي.

وزارت زیاتوي، چې د دغو موضوعاتو د عملي کېدو لپاره ګډ تخنیکي ټیمونه جوړ او راتلونکي کې به لازم اقدمات ترسره شي.

د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې، د دغه وزارت مسئولینو د ازبکستان د درملو فابریکو مسولینو ته افغانستان کې د درملو تولید په برخه کې د پانګونې بلنه ورکړې.

په ورته مهال د ازبکستان د روغتیا وزیر، اسیلبیک خدایاروف د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو ته په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version