ارغوان وطنیار

د ا.ا.ا په بنسټیزو سیستمونو کار پیل کړی او غواړي چې سیستمونه په عصري شکل نهادینه کړي، ښه بیلګه یې د موټرونو او ټکسیانو سیستم ته داخلول دي، د دې پروسې په تخصصي کولو او انجامولو څو ګټې مرتبې کیږي چې په لاندې ډول یې لیکوو:۱ – د لاین موټر تشخصیږي.

۲ – د زړو موټرو د واردیدو مخه نیول کیږي.

۳ – د افغانستان هوا له الوده ګۍ خوندي کیږي.

۴ – ترافیکي پیښې حد اقل ته راځي.۵ – جرایم کمیږي.

۶ – د امنیتي پیښو مخه ډب کیږي.۷ – عواید لوړيږي.

۸ – د سورلۍ مالونه او سامانونه له ورکېدو ژغورل کیږي.

۹ – د هر لاین موټر چلوونکی د بایومتریک پروسې نه راوځي.

۱۰ – د موټرونو د غلا مخه نیول کیږي.

ممکن نورې ډیرې ګټې به هم ولري خو ما یې یوازې لس ګټې دلته ولیکلې، د افغانستان اسلامی امارت د مرحوم داؤد له جمهوریت راواخله بیا تر وروستۍ دور پورې د حکومتدارۍ په شیوه کې د هیڅ حکومت ګټور پلانونه نه ردوي او د فکر له خاوندانو څخه مشورې غواړي او تلوسه یې همدا ده چې ژر وطن په خپلو پښو ودریږي.

د مالیاتو د سیستم په احیا سره زموږ په اقتصاد کې لږه ساه غوړیدلې، که څو کاله دغه پروسه ونه دریږي افغانستان له بیرونۍ اتکاء راوځي، د نظام او د نظامدارۍ لپاره مرکزي حاکمیت پکار وي چې لله الحمد دغه متره او ظرفیت د افغانستان اسلامي امارت په نظام کې شته.

د هیواد له شرق نه واخله تر غربه د حکومت مراندې غزیدلي، د غرو له سرونو وړې هټۍ او دوکانونه د ماليې مامورینو ته مالیه په وخت ورکوي او د ماليې مامورین هماغه د غرو څنډو ته ورځي د دولت اصول تطبیقوي.همدا ډول د مجرم لپاره د غرو په څنډو کې هم د اوسیدو ځای نشته هیڅ مجرم پناهګاه نلري.

د افغانستان اسلامي امارت خصوصا د امنیتي برخې کادري ظرفیتونو له اوله سره ټول هغه سوري او مجراوې بندې کړې چې امنیت ترې ګواښېده، لکه د غیر قانوني وسلو د ټولولو عملیات، د خلکو شخصي وسله چې اړتیاوې ورته درلودې قانوني ثبت تثبیت او تشخیص کړه اندازه یې معلومه شوه، موقیعت یې معلوم شو او د سلاح نوع یې معلومه شوه.

په هرکلي کې مربوطه حوزو چیک لیستونه او پاڼې وویشلې ترڅو د هر کور په باب معلومات حاصل کړي چې نوموړي کور کې څو تنه دي؟ څومره نارینه دي او څومره ښځینه دي؟ د هریو عمر او شغل څه دی؟متاهل دی که مجرد دی؟موټر لري او کنه ؟ که لري یې د پلیټ نمبر، د شاسي نمبر د انجن نمبر یې ولیکئ.

سلاح لري او کنه ؟ که لري یې نوع یې څه شی دی؟ او د ټوپک نمبر ولیکئ.

پورته موارد عادي موارد نه دي بلکې بیخي بنسټیز عوامل دي چې امنیتي ګواښونه پرې صفر کیږي، اقتصادي رکود پرې له منځه ځي.

دا د افغانستان د ستونزو د بسته بندۍ یوه پروسه ده چې ستونزې به کټګورۍ کې کیږي، له بسته بندۍ وروسته به هره ستونزه جلا جلا له منځه ځي او په دې سره به د ستونزو بحران مدیریت کیږي.ان شاءالله تعالی

ځواب پریږدئ

Exit mobile version