
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې مکسیکو کې د فوټبال پر یوه لوبغالي وسلهوال برید شوی، چې په ترڅ کې یې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
راپور زیاتوي، چې برید د فوټبال لوبې تر ختمېدو وروسته د نامعلومه وسلهوالو له لورې شوی دی.
ویل شوي، پولیس سیمې ته رسېدلي او د پېښې د څرنګوالي او د بریدګرو د هویت په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

