د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې د ياد معينيت اړوند د میدان وردګو ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو د یو لړ پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه له ۸۶۳۵۴ عدده زیکپ نشه یي ګولیو سره چې غوښتل یې په ۴۰۴ موټر کې یې انتقال تر سره کړي نیول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق، او استفادې د منعې اړوند د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان راوروسته امنيتي ځواکونو په دې برخه کې هڅې ګړندۍ کړي، او د نشه يي توکو استعمال تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی.