Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډله د آی ایس آی په لاسونو کې!
    لیکني

    د شر او فساد ډله د آی ایس آی په لاسونو کې!

    صابر افغانصابر افغان10 اکتوبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    پاکستان چې له تېرو درېیو کلونو را په دېخوا په مسلسل ډول د افغانستان په اړه په نړیوال سټیج له حقیقت لرې څرګندونې کوي او تور پورې کوي چې د افغانستان خاوره یې پر ضد استعمالېږي.

    خو د دې ټولو تورونو د پورې کولو باوجود هم دوی داسې شواهد وړاندې نه کړل، چې د افغانستان له لورې دې ورته کوم خطر یا ستونزه متوجې شوې وي.

    د دې ټولو دعوو برعکس تېره ورځ افغان امنیتي ځواکونو د بدخشان اصلي اوسېدونکی عظیم الله مشهور په راسخ د شر او فساد ډلې ملګری په تخار ولایت کې آی ایس آی ته د جاسوسۍ په جرم ونیولو، چې په تحقیقاتو کې یې هم ومنله، چې د بُغاتو ډله د پاکستان د استخباراتو آی ایس آی لخوا تمویلېږي او په بدل کې ترې په افغانستان کې د جګړې کولو او پراخوولو غوښتنې ترسره کېږي.

    راسخ د نورو جاسوسانو غوندې ډېر ځای نه دی خرڅ شوی، بلکې نوموړی مستقیم له سید رضا هاشمي سره په رابطه کې پاتې شوی دی؛ سید رضا هاشمي د بدخشان اصلي اوسېدونکی او د افغانستان ژغورنې او عدالت غوښتنې غورځنګ رئیس او د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی سره ۷ کلن وفادار مامور دی.

    راسخ د رضا هاشمي په غوښتنه د پاکستان اسلام اباد ته وربلل شوی و، چې هلته یې په افغان هاؤس نومي هوټل کې د پاکستان د آی ایس آی له مهمو غړو کرنل شاهد، کرنل خالد، کرنل لیاقت علي پاچا او د پرځېدلي جمهوریت د شر او فساد ډلې له ځیني مشران سره ولیدل.

    په ترسره شوې لېدنه کې د آی ایس آی ۷ کلن مامور هاشمي، راسخ ته د آی ایس آی یوه اته مخیزه طرحه ورکوي، چې په ورکړل شوې طرحه کې لومړۍ ماده دا لیکل شوې وه، چې څنګه کولی شي، د پاکستان په کمپونو کې مېشت داعشي خوارج افغانستان خاورې ته ور داخل کړي؟په دې اته مخیزه طرحه کې لومړی پوکس په نورستان، کنړ او بدخشان ولایتونو شوی وو، چې له دې لارې د داعشي خوارجو انتقال ته زمینه برابره او پکې ناامني پیدا کړي.

    وروستۍ موضوع چې راسخ ته یې د آی ایس آی لخوا د ترسره کولو هدایات شوي وو، دا وو چې د پرځېدلي جمهوریت په ځینو عسکرو او د طالبانو په منځ کې د اختلاف له جوړولو وروسته د ځینې خفه طالبانو را یوځای او منسجم کول وو، چې له دوی باید په مرکزي ولایاتو کې د ناامنۍ د خپرولو لپاره استفاده ترسره شي، چې د نړیوالو پام جلب کړي.

    نیول شوي جاسوس دا هم وویل: چې په واخان کې ورته د قوي جګړو د پیلولو جدي سپارښتنې هم وشوې، چې په دې کار کې یې له تاجکستاني لوري هم د لیکونو په تبادله کولو مرسته غوښتې ده؛ چې یو لیک پکې د تاجکستان تر ولسمشره هم رسېدلی او منننه ترې شوې، چې د شر او فساد ډلې له مشرانو نيولې، تر اوسنیو بُغاتو لاسنیوی او مرسته یې کړې ده.په نړیوال سټیج د کاذب تورونو پورې کوونکی پاکستان د ترهکرۍ معلومه ځاله ده، چې د هر ډول شریرې ډلې تر شاه د همدوی لاسونه را وځي.

    د پاکستان د آی ایس آی د جاسوس په نیولو سره دا په ډاګه شوه، چې د شر او فساد ډله د نورو استخباراتي ډلو په شمول آی ایس آی هم په خپلو لاسو کې نیولې تر څو په افغانستان کې ترې د ناامنۍ او وحشت خپرولو کې کار واخلي.

    پاکستانی لوری په سیمه کې د داعشي خوارجو او بُغاتو د اصل مرکز په توګه ورو په ورو را څرګندېږي چې ډېری داعشي خوارجو له نیول کېدو وروسته د دوی د کمپونو ادرسونه او د مالي ملاتړ یې پرده پورته کېږي.

    نړیوال دې پاکستان مهار کړي چې په سیمه کې د دې داعشي نأسور مخنیوی وشي، تر څو سیمه په امن او د وحشتونو داستان وتړل شي.

    مخکینۍ مقالهمیدان وردګو کې ۸۶۳۵۴ عدده نشه يي ټابليټ د انتقال پرمهال کشف او نیول شوي دي
    راتلونکي مقاله د خیبر له جرګې څه هیلې کېدای شي؟

    مربوطه لیکنې

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026

    مقاومتي جبهې او له دیني رنګ څخه یې ګټه اخیستنه

    14 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 19 مې 2026

    امریکا وایي، د مذاکراتو پر مهال د ایران پر تېلو لږېدلي بندیزونه ځنډوي

    د ایران مرکچي پلاوي ته یوې نږدې سرچینې ویلي، امریکایانو ورسره منلې چې د مذاکراتو…

    کابل کې د ابوعلي سینا څلور ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

    19 مې 2026

    سبا چهارشنبه د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

    19 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امریکا وایي، د مذاکراتو پر مهال د ایران پر تېلو لږېدلي بندیزونه ځنډوي

    19 مې 2026

    کابل کې د ابوعلي سینا څلور ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

    19 مې 2026

    سبا چهارشنبه د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

    19 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.