د میدان وردګ د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د دغه ولایت دځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون له لوري ۶۵۰۰۰ زره جریبه ځمکه استرداد او بېرته له غصب څخه راګرځول شوې.
د یاد کمیسیون رئیس مولوي نیازمحمد عابد ویلي، چې یاده ځمکه د دې ولایت اړوند په مرکز، جلرېز، بهسودو، چک او سیداباد ولسوالیو کې له غصب څخه راګرځول شوې او د املاکو مدیریت کې ثبت او همداراز وخت پروخت ورڅخه څارنه کیږي.
نوموړي زیاته کړې، یاد کمیسیون هڅه کوي چې د ميدان وردګ ولایت په سطحه ټولې هغه حکومتي ځمکې چې غصب شوي بېرته یې راوګرځوي.