د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د میدان وردگو د لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ کې د ۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو بند د جوړولو چارې یې پیل کړې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد بند د ولسي وگړو او پانگه‌والو په شخصي لگښت جوړېږي.

د یاد بند د پرانیستې په مراسمو کې د میدان وردگو والي بختیار معاذ وویل، دا د الله تعالی یو لوی نعمت دی چې د اسلامي نظام تر حاکمیت لاندې د امن په فضا کې د ولسونو په مالي لگښت د دغې پروژې پرانیسته کوو او له ولسونو څخه یې وغوښتل چې د دې ډول پروژو د پلې کولو په برخه کې دې له اسلامي امارت سره په همغږۍ کار وکړي.:«د هېواد په کچه د اوبو او انرژي وزارت او ولسونو له‌خوا د گڼ شمېر پروژو د پلې کولو چارې روانې دي.»

د یادونې وړ ده، چې یاد بند د ۱۲ متره په لوړوالي او ۲۰۰ متره په اوږدوالي سره جوړېږي، چې د ۲ میلیونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا به ولري او د تفریحي چاپېریال د لرلو ترڅنگ ډیرو کورنیو ته به د څښاک اوبه چمتو او کرنیزې ځمکې به هم خړوبې کړي.

اوسمهال د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د هېواد په گوټ ـ گوټ کې د گڼو بندونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي، چې ځینې یې بشپړ شوي او ځینې به په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version