ارغوان وطنیار
د ننګرهار تاریخي ښار جلال اباد کې د نارنج ګل پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه، معمولاً ګلان د پسرلي په راتګ خپلې غوټۍ پرانیزي خو د ننګرهار د نارنجو ښادۍ بیا بې مثاله وي، دا ګل هم د وطن غیږه کې عطروینې وږمې شیندي، هم پرې د شاتو مچۍ راماتې وي او هم پرې د وطن د بڼو سینګار برابر وي او هم دغسې لیکوالان او شاعران په یوه غولي سره راټولوي.سږکال د نورو کلونو په پرتله متفاوته او رنګینه مشاعره وشوه.
تفاوت یې دا و چې مشهور شاعران ورته وبلل شول، که هغه په لر وطن کې ول که په بر وطن کې خو د ټولو په خولو مینه وه، یو والی و، خلوص و، وطن او پښتونولي وه.
پخوانیو مشاعرو کې به ګیلې وې، سرټکول و، او نیوکې به وې مګر اوس هیڅوک له چا سر نه ټکوي، نه ګیلې کوي او نه هم کیسې کوي. اوس مینه او او ورورګلوۍ ستایل کیږي، اوس د وطن د پورته کیدلو نغمې او سرودونه وي شاعران او لیکوالان فرهنګي جل وهلیو ته خپلو خورجینونو کې د مینې سندرې او ریتمي ترانې راوړي.
شاعر د مینې بنجاری وي، که شعر کې تراژیدي راوړي موږ ژړوي، که د مینې مهین توري راوړي خوله مو ورته اوبه پریږدي او که طنز وایي نو له خندا مو ورته بډوډي شنه وي. دا هر څه د اسلامي نظام برکت دی، چې د نقدونو او انقلابي شعرونو ځای د مینې ترانو ډک کړ ځکه اوس د چا مال نه لوټل کیږي، اولاد یې څوک نه اختطافوي، په دولتي بستونو لیلام نشته، د سمت بازۍ، حزب بازۍ او ټوپک سالارۍ په جنازږ کلکې تخته سنګې کېښودل شوې.
خلک د څو ډاره مارانو له غلامۍ او بندګۍ ازاد شول، خلکو ته د مینې او ورولۍ یو زرین فرصت په لاس ورغی. اسلامي امارت که اقتصادي برنامو کې لګیاوي، که سیاسي توپاني سمندر کې کښتۍ چلوي او که نظامي برخه کلکه څاري خو د فرهنګي برنامو لمن یې کله هم نه ده سسته کړې او دا هغه څه دي چې موږ د خوړو او څښاک هومره ضرورت ورته لرو، نیمه پیړۍ له شدیدو جګړو وروسته به زموږ د خلکو فکر او خیال کوم حال کې وي؟ تاسې ته بهتره معلومه ده چې د نړۍ چټلې استخباراتي لوبې د خلکو د افکارو د انحراف لپاره وي. اول قدم کې د اسلامي نړۍ هیوادونو د ملتونو افکار ور وراسته کوي، هغوی له خپلو عقایدو او فرهنګونو پردي کوي، بیا یې تر استعمار لاندې نیسي.
امارت همدا نقطه تشخیص کړې نو څنګه چې یو طبیب یو ناروغ تشخیصوي بیا ورته زرقیات او درمل توصیه کوي، دغسې اسلامي امارت د شل کلن اشغال د ذهني ناروغیو په درملنې کار پیل کړی، ټول هغه کتابونه یې له کتابتونو راټول کړل چې زموږ عقاید او افکار ترې ګواښېدل، اسلامي امارت د فرهنګي توپان د هجوم مخ ته ودرېد، د مبتذلو سریالانو او فاحش سریالونه مخه یې ونیوله، د فکري روزنې سیالۍ یې په لار واچولې، رادیوګان او تلویزیونه یې له خپلسریو را وګرځول او همداسې نور ډېر مثبت کارونه.
د دې ملت خټه په فرهنګي اوبو خیشته شوې، روح یې له فرهنګ او ادب سره تړلی دی، دا ملت چې د تهذیب او تمدن بام ته ختلی، د فرهنګي اوښتونو زینې یې له پښو باستلي.دا ملت ټول د فرهنګي برنامو ذوق پسې مړ دی او همدا برنامې یې تر واحد چتر لاندې راټولوي.ښه کار، ښه کار وي چې ستایل کیږي.دا وطن دې په نارنج ګل رنګین او معطر وي، په انارګل دې ښکلی وي او په سنځل ګل دی د ذوق تږي ور شېوه وي.نښتر، کونړ سیند او د سمسور لغمان دودیزې فرهنګي مشاعرې دې اب او تاب کې وي.
د کاروان صیب هغه ارمان پوره شو چې ویل به یې: زلفو ته څنډ ورکړه خلک په رڼا پسې مري د کلي لمر تندر نیولی دی سهار نه لري.