د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې د وسلهوالو تاوتریخوالو د دوام په لړ کې، ناپېژانده وسله والو نن دوشنبه په ځايي وخت د شپې یوه بجه د دغه هېواد د فیلادلفیا ښار د «ګريس فِري» سيمې د اووه ويشتم سړک پر غاړه په راټولو شويو خلکو ډله ييزې ډزې کړي او مرګژوبله یې اړولې ده.
سيبياېس تلویزیوني شبکې او نورو امریکایي رسنیو د پوليسو له قوله راپور ورکړی، چې په دې برید کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچينې د فیلادلفیا د پولیسو ادارې له قوله زياته کړې، چې ژوبل شوي کسان د پن پرسبیترین او فیلادلفیا د ماشومانو روغتون ته انتقال شوي دي او د څو تنو وضعيت نازک ښودل شوی.
پوليسو د ډېرو جزئياتو له ورکړې ډډه کړې؛ خو په وينا یې ډزې ناپېژندل شوو کسانو کړي.