
د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست څخه سرچينې هندوکش غږ ته وايي، چې د دې ولايت د حوزوي روغتون د وینې بانک څانګې ته تر دا مهاله له ځوانانو څخه شاوخوا ۲۵۰ پاکټه وینه د زلزله ځپلو ټپیانو ته راټوله شوې.
سرچينه وايي، یو شمیر رضاکاره ځوانانو بيا په خپل شخصي لګښت وينې ورکوونکو ځوانانو ته جوس او اوبه چمتو کړي، چې په منظم شکل ورته وېشل کیږي.