د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ په «پېښه» سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر ۴۵ کلنه اوږده شخړه چې له امله يې يو کس وژل شوی، څو تنه ټپيان او ښکېلو خواوو ته يې ګڼ مالي زيانونه اوښتي وو، حل شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، ‏دغه شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو اوقبايلو چارو رئيس قاري رحمت الله غازي عمر په مشرۍ د قومي مشرانو، علماوو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د يوې قومي جرګې په ترڅ کې حل او فصل شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version