د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه ولایت ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد اسماعيل غزنوي ويلي، چې د حکومت د مشرتابه په حکم ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې او لرو پرتو سيمو کې د يو ميليارد افغانيو په مالي لګښت پروژې پلې کيږي، چې د ننګرهار يولس پروژې هم د همدې برخه دي.
د معلوماتو لهمخې، په دغو پروژو کې استنادي دېوالونه، پلونه، د ښوونځيو او مساجدو رغول او د اوبو رسولو شبکو جوړول شامل دي.