د ننگرهار د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د خوړو نړیوال پروگرام په مالي مرسته او د افغانستان راتلونکي نسلونو موسسې په تخنیکي همکارۍ یې د ۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت لاسي تراکتورونه او د شاتو مچیو صندوقونه په کروندگرو وېشلي دي.
د ننگرهار د کرنې رئیس عبدالستار محمد وايي، د افغانستان راتلونکي نسلونو موسسې له لوري په رودات، کوټ او بهسودو ولسوالیو کې جوړو شوو کرنیزو ټولنو ته ۶ عرادې لاسي تراکتورونه ورکړل شوي دي، چې له یادو تراکتورونو څخه د کړنلارو او اساسنامې له مخي په خپلو کروندو کې گټه پورته کړي.
«یادې موسسې د ننگرهار په ښېوې ولسوالی کې کرنیزي اتحاديې ته د شاتو مچیو ترویج او شاتو تولید زیاتوالي په موخه ۴۰ تنو ته د شاتو مچیو ترڅنگ وسایل او مواد هم ورکړل.»
دی زیاتوي، په ورکړل شوو وسایلو کې هر نفر ته لس د مچیو لرونکي او لس تش صندوقونه، دودکش، شاتو پروسس ماشین، جامې، رمبي، څټک، ۵۰ کیلو یې بوشکه، مرتبانونه، برس، دستکشې، ویکس، چاقو، درمل او موم ورکړل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د ننگرهار د کرنې ریاست د جاپان د بېړنیو مرستو موسسې له لوري د خوږیاڼیو ولسوالۍ کې ۳۱۰ تنو ته د وچکالیو له امله زیانمن شوو کورنیو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي وېشلي دي.
د کرنې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په یادو کسانو کې ۱۵۵ تنو ته یې چې د گټې وټې یې څوک نه لرل خوراکي توکي ورکړل شوي او ۱۵۵ تنو ته یې چې د د زاویې کانالونو او کارېزونو پاکولو او جوړولو کې کار کړي و خوراکي توکي ورکړل شوي دي.