د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر وايي، د پانگونې بین الوزراتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د ننگرهار په حصارشاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې د تایید وړ بلل شوې دي.

د اقتصادي مرستیال له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ننگرهار په حصارشاهي او شیخ مصري پارکونو کې په ترتیب سره ۴۰ـ۴۰ مېگاواټه لمریزې برېښنا د تولید او همدا راز یو شمېر نورو برخو کې د پانگونې طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې وې.: «د پانگونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري تر هر اړخیز بحث وروسته د ننگرهار په حصارشاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې د تایید وړ وبلل شوې او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې.»

د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې همدا راز د خصوصي سکتور له لوري په کابل او کندهار ولایتونو کې د معیاري نقاش او مسلخونو د جوړولو پر وړاندې شوې طرحه هم بحث وشو. تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره د تخنیکي مسئایلو په اړه ناستې تر سره او خپل راپور په ټاکل شوې نېټه د پانگونې بین‌‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

په ننگرهار کې داسې مهال دوو صنعتي پارکونو ته د ۸۰ مېگاواټه برېښنا طرحه منل کېږي، چې په دغه ولایت کې پانگه‌وال د برېښنا له کمښت سره سر ټکر کوي.

اوسمهال په ننگرهار کې سلگونه تولیدي کارخونې فعاله دي؛ خو د برېښنا له نشتوالي له امله په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۱۲ برېښنا ورکول کېږي، چې دغه چاره د کارخونو د تولید کچه کمه کړې ده.

ننگرهار تود اقلیم لري او د اوړي په موسم کې ډېرې برېښنا ته اړتیا لري؛ خو د برېښنا د کمښت له امله ځايي خلکو ته هم په ۲۴ ساعتونو کې له ۸ ساعتونو ډېره برېښنا نه رسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version