د ننگرهار مستوفیت د غیر مالیاتي عوایدو امر محمد خان امین وايي، د افغان حکومت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، له پاکستان او ایران څخه په جبري ډول راستنو شوو ۷زره کورنیو سره د ۵۵ مېلیونه افغانیو نغدي مرسته شوې ده.
د امین په خبره، يادو کورنيو سره د راستنېدنې پر مهال هم مرسته شوې وه؛ خو د حکومت د مشرتابه د ځانگړې لورېينې له مخې ور سره يو ځل بيا مرسته وشوه.: «هغه کورنۍ چې د غړو شمېر يې پينځه تنه وي ورته لس زره افغانۍ ورکول کېږي؛ خو که تر دې يې شمېر زيات شي د لس زره افغانيو ترڅنگ د هر غړي پر سره زر افغانۍ اضافه ورکول کېږي.»
نوموړي د مرستې د ورکړې پر مهال وویل، څلور سوه کورنۍ غير حاضرې دي، چې ډېر ژر به پيدا او ياده مرسته به ورته ورکړل شي. تر اته سوه کورنيو د کډوالۍ اسنادو کې ستونزې وې چې مسترد شوي دي. که يادې کورنۍ خپل اسناد اصلاح کړي؛ نو د مرستې مستحق دي او کولی شي چې مستوفيت ته مراجعه وکړي.: «دا مرستې له تېرو درېيو میاشتو راهیسې پيل شوي شوي دي او پاتې کورنيو ته هم د مرستې وېش روان دی.»
له تېرو یو کال راهیسې له پاکستان او ایران څخه په جبري توگه د افغان کډوالو د رایستلو لړۍ پیل شوې ده، چې تر دې مهاله زرگونه کورنۍ په جبري او خپله خوښه راستنې شوې او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.
له راستانه شوو کډوالو سره د خوراکي توکو، نغدي مرسته، د کور اړتیاوو او تر خپلو سیمو رسولو پورې د بېلابېلو ادارو له لوري مرسته کېږي.