
نړيوالو رسنيو راپور ورکړی، چې ټاکل شوې نن د دوشنبې ورځ د اکټوبر ۶ مه په مصر کې د غزې د اوربند د تړون پر سر د اسرائیلي رژيم او حماس غورځنګ مخامخ خبرې پيل شي.
سرچينو ويلي، په دې خبرو کې به له حماس غورځنګ سره د بندي اسرائیليانو د خوشې کېدو او له غزې نه د اسرائیلي ځواکونو د وتلو موضوعات مطرح شي.
دغو خبرو ته د حماس غورځنګ او اسرائيل د استازو سربېره د امریکا د ولسمشر ټرمپ زوم جیراډ کشنر او ځانګړی استازی سټیف وېټکوف د واشنګټن په استازولۍ ورغلي دي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی، چې اسرائیل باید په غزه کې خپلې بمبارۍ ودروي ترڅو د حماس غورځنګ له خوا بندي اسرائیليان خوشې شي.
هغه له سي بي اس شبکې سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې غزه کې اوربند ته رسېدل د جګړې په دوام سره نه شي کېدلی.
پر دې سربېره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړيتوب په برخه کې له ټولو ښکېلو خواو غوښتي چې کوټلي ګامونه پورته کړي.