د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، کابل او مسکو غواړي له دې وروسته خپله دوه اړخیزه سوداګري د امریکایي ډالرو پر ځای په خپلو ملي پیسو ترسره کړي.

ښاغلي عزیزي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د دې موضوع په اړه د روسیې او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ په لوړه کچه خبرې روانې دي.

نوموړي ویلي، چې له روسیې سره دا وړاندیز د دواړو لورو د تخنیکي ډلو تر ارزونې لاندې دی.

د نوموړي په خبره، چین سره سوداګرۍ کې هم د ورته ګام په موخه کابل کې د چین له سفارت سره خبرې روانې دي.

د اقتصادي شنونکو په باور ياد اقدام به د افغانيو په لا ثبات کې مهم رول ولوبوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version