د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د ترکیې انتالیا ډیپلوماسۍ پنځم فورم کې ګډون کړی او د دغه فورم په څنډه کې یې له خپل ترکي سیال عمر بولات سره کتلي.

د یاد وزارت په وینا، دواړو لوریو پر دوه اړخیزې سوداګرۍ، د سوداګرۍ کچې پر لوړولو او د افغانستان د کانونو او زراعت سکتور کې د پانګونې پر جذب خبرې کړې دي.

د ترکیې د سوداګرۍ وزیر افغانستان ته بلنه ورکړې، چې په دغه هېواد کې جوړېدونکو ټولو نندارتونو کې ګډون وکړي.

په ورته مهال د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر افغانستان ته ترکش ایر لاین هوایي شرکت د الوتنو د پیل هرکلی کړی او ترکي لوري ته یې بلنه ورکړې، چې افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version