د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ محتسبینو د خپلو هڅو پر دوام د د دوو قومونو ترمنځ اوږدمهاله دښمني په دوستۍ بدله کړې.

د یاد وزارت په وینا، یاده دښمني له کلونو راهیسې د دواړو قومونو ترمنځ روانه وه چې له امله یې د دواړو لوریو ۷ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي وو.

د محتسبینو په وینا، یاده دښمني د کلیوالي ستونزو او شخړو له امله راپورته شوې وه، له کلونو راهیسی د ګڼو بد مرغیو ترڅنګ دواړو لوریو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه هم اړولي وو.

امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبینو ډاډ ورکړی چې د ټولنې اصلاح او د ولسونو ستونزو حلولو کې به هېڅ راز درېغ ونه‌کړي.

بلخوا د یادې سیمې ځایي مسؤولینو، قومي مشرانو او ځایي اوسیدونکو د محتسبینو هڅې ستایلي او ډاډ یې ورکړی چې د ټولنې اصلاح او اسلامي ارزښتونو دودولو کې به له محتسبینو سره بشپړه همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د تېرې میاشتې په اوږدو کې د هېواد په کچه ۹۳ قومي شخړې او دښمنۍ حل کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version