افغانستان په څو لسیزو کې د جګړې او اشغال ډګر و او له همدې امله هېواد د پرمختګ او ابادۍ له لارې پاتې شو. په دې منځ کې، د پرمختګ کاروان د شاته پاتې کولو او د طبیعي او ملي شتمنیو د ښکاره چور او چپاول په برخه کې د اشغالګرو او د هغوی د اجیرانو رول ډېر څرګند او دردناک و.

د افغانستان پخوانی حکومت د خودغرضو، فاسدو او غلو کسانو په شتون کې یو ناکام او بې کفایته حکومت و؛ لکه یو سرطاني غده چې د افغانستان په بدنه کې یې نفوذ کړی و او هره ورځ ژوره کېدله، د هېواد ځواک یې کموه او اندام یې ورته کمزوری کاوه.

د دې ټولو ترڅنګ، د شکمنو بنسټونو او مؤسسو لخوا تر بېلابېلو نومونو او دولتي جوازونو لاندې د نجونو او هلکانو د دیني او کلتوري انحراف لپاره د فحشاء او سیستماتیک/ پلان شوي فساد ترویج خلک د تباهۍ څنډې ته بیول. دې بهیر د خلکو له تن څخه د اسلامیت او دیندارۍ زرین لباس ویسته، دوی یې د ملت او نړۍوالو تر نظر لاندې بربنډول او له خپل اصالت څخه یې لرې کړل.

همدې عواملو ایجابوله چې په افغانستان کې بدلون راشي او د خلکو له مينځ څخه یو حکومت رامنځ ته شي، چې خیرخواه او زړه سوانده کسان ولري او د اشغالګرو له مشرانو سره درواغجنې شخصي اړیکې او وابستګي ونلري.

د افغانستان نوي حکومت د اشغال په وړاندې د څو کلونو مقاومت او د جګړې په ډګر او په خبرو اترو کې د دښمن په ماتولو سره وکولای شول چې په هېواد کې یو اسلامي او پرمختللی نظام رامنځ ته کړي او افغانستان په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې له انحراف او کږو لارو وژغوري او اصلي موخې ته یې راوګرځوي.

د افغانستان نوي حکومت په همدې څلورو کلونو کې وکولای شول چې په مرکز او ولایتونو کې ډېری مهمې او بنسټیزې پروژې پلي کړي. همدارنګه یې له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره د سالمو او ګټورو تعاملاتو په برخه کې لاسته راوړنې درلودې چې پکې د افغانستان ګټې تضمین شوې دي او تبادلې د دوه اړخیزو مصلحتونو پر بنسټ ترسره کېږي؛ نه د پخواني حکومت په څېر چې بې تضمینه ترسره کېدلې او یو لوري ته یې ځانګړي امتیازات ورکول.

که حقیقت له پامه و نه غورځوو، په پخواني حکومت کې اصلاً د «مرکزي حکومت» په نوم هیڅ څه شتون نه درلوده چې د سالمې تصمیم نیونې پر بنسټ ولاړ وي او ټول کارکوونکي یې په بشپړ اطاعت کې وي. له همدې امله، هر مسئول له ځینو هېوادونو سره په اړیکو ټینګولو او د خپل ځان په ګټه د ځانګړې باور لاسته راوړلو لپاره د ملي ګټو د یوې برخې په ورکولو سره، په عملي توګه هېواد په څو ټوټو ویشلی و او د یو نا لیکلي تړون پر بنسټ یې پلورلی و.

خو د افغانستان نوی حکومت داسې نه دی، بلکې په بشپړ شفافیت سره، د ملي او نړۍوالو معاملاتو څخه ترلاسه شوي ټول عایدات او ګټې د هېواد په ابادۍ کې مصرفوي او د مثبتو بدلونونو خوشبويي یې د هېواد په بدنه کې احساسېږي.

نو دا چې تښتېدلي مخالفین او د ملي شتمنیو له چور او چپاول څخه محروم شوي کسان، د افغانستان نوی حکومت یو بې کفایته نظام معرفي کوي او بې له سند او دلیل څخه یې د هېواد راتلونکي ته زیانمن بولي، یوه بې بنسټه او دروغ خبره ده. د انصاف او عدالت خلک په اسانۍ سره حق له باطل او سپین له تور څخه توپیر/ جلا کولی شي.

که لږ انصاف په زړه او حقیقت بیني په سترګو کې وي، نو لیدل کېږي چې په همدې څلور کلنه دوره کې، سره له دې چې افغانستان لا هم په رسمیت نه دی پیژندل شوی او له نړۍوالو مرستو محروم دی، بلکې په ځای یې تر بندیزونو لاندې دی، بیا هم توانېدلی چې له اقتصادي او سیاسي بحرانونو څخه په بریالیتوب ووځي. حتی د طبیعي ستونزو لکه زلزلې او سیلاب په حل کې، هر اړخیزه مرسته زیانمنو کسانو ته رسېدلې او د هېواد د توان په کچه، بشپړه رسیدګي ورته شوې ده.

نو د پرځېدلي جمهوریت او مخکني اشغالګر حکومت د شل کلنې تورې کارنامې پاکولو او د خپل ځان سپین ښودلو لپاره د مخالفینو ټولې دروغجنې، تحریف شوې او مغرضانه ادعاوې بې بنسټه او له ویرې ډکې دي او د خلکو زړونو ته به د خپل ځان د ثابتولو لپاره هیڅ لاره و نه مومي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version