د یوه هېواد ځمکنۍ بشپړتیا د هغه د ژوند، خوځښت او بقا اساسي رمز بلل کېږي، په حقیقت کې د دوو بېلابېلو جغرافیو ترمنځ د بېلتون کرښه ده چې د دواړو لورو بدلونونه، راکړه ورکړه او سیمه‌ يیز تحولات څرګندوي او د هغوی د راتلونکي مسیر ټاکي.

هېوادونه همېشه د یو بل په ګاونډ کې او د متقابلې همکارۍ له لارې سولې، ثبات او امنیت ته رسېږي. په انکشاف او پرمختګ کې د جغرافیایي ګاونډیانو ونډه پراخه او ژوره ده؛ ځکه ګاونډي هېوادونه پر ټولو ملي او نړیوالو اړیکو او تعاملاتو مستقیم او محسوس اغېز لري.

په حقیقت کې یو هېواد هغه مهال د پرمختګ پر لاره بریالی تګ کولی شي چې ښه ګاونډیان ولري او دواړه لوري د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره په ګډه او پرلپسې هڅې وکړي؛ د سوداګرۍ لارې یو بل ته پرانیزي او د یو بل له ظرفیتونو څخه د دوه‌ اړخیزې پیاوړتیا لپاره اغېزمنه ګټه واخلي.

برعکس، کله چې د ښه ګاونډیتوب فضا وجود ونه لري او کشمکش واکمن شي، ټولې معادلې ګډوډېږي او یو د تاوتریخوالي ګډوډ چاپېریال رامنځته کېږي چې وضعیت له کنټرول څخه باسي. د داسې ګډوډ حالت لومړنۍ پایله د چاپېریالي ناامنۍ رامنځته کېدل او د ویجاړۍ پراخېدل دي، دا بیا خلک او د ټولنې وګړي د فکري او ذهني ګډوډۍ په لوري سوق کوي او د هغوی ارام ترې اخلي.

افغانستان د داسې هېواد په توګه چې څو ځله یې د یرغلګرو پر وړاندې جهاد کړی او د کلونو په اوږدو کې یې د خپل هېواد له حریم او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ټینګه دفاع کړې ده، خو له بده مرغه د داسې یو هېواد تر څنګ موقعیت لري چې له ښه ګاونډیتوب څخه بې‌ برخې دی او هر وخت یې چې فرصت موندلی، د دې هېواد د ارامۍ رڼې اوبه یې خړې کړې دي.

په همدې لړ کې تښتېدليو مخالفینو او د پخواني جمهوریت ځیره خوړونکو عناصرو هم د هغوی په ګټه عمل کړی او تل یې خپل ملاتړ ترې څرګند کړی دی؛ که څه هم دا کار د خپل ملي حیثیت او آبرو د پلورلو، یا د خپل هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د تېرېدو په بیه ورته تمام شوی وي.

تښتېدلي مخالفین چې د هغوی د یووالي ټکی مبهم دی او تل د شخړو، نیوکو او انتقادونو په ډګر کې پاتې شوي، د ځمکنۍ بشپړتیا په موضوع کې هم په بېلابېلو ډلو او ټوټو وېشل شوي او هر یو یې په یو ډول د رد یا تأیید دریځ خپل کړی دی.

د پخواني حکومت له لوړپوړو چارواکو څخه نیولې تر هغو کسانو پورې چې د داسې څه د رسمیت پېژندنې غوښتونکي دي چې نه د هغوی حق دی او نه یې شخصي ملکیت، بیا تر هغو کسانو پورې چې د هغوی پر وړاندې ولاړ دي او په دې برخه کې ورسره په یوه نظر نه دي.

د یادونې وړ ده چې د ځمکنۍ بشپړتیا موضوع د ملت او حکومت اړوند ده، هېڅ فرد یا شخص یې حق نه لري؛ له همدې امله په دې اړه به هر ډول انفرادي اقدام ناکام او بې پایلې وي.

افغانستان به هېڅکله هم حتی خپله یوه لوېشت ځمکه چاته ورنه کړي او نه به هېڅکله اجازه ورکړي چې څوک یې پر حریم تېری وکړي. دې هېواد کلونه کلونه د دښمنانو د فکري او عقیدوي یرغلونو پر وړاندې مبارزه کړې او وینه یې ورکړې ده، بیا به هم د خپلې خاورې د ساتنې او د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره په قاطع هوډ سره میدان ته راووځي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version