Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»نړیوال بانک له اړمنو افغانانو سره ۸۴ مېلیونه ډالر مرسته کوي
    افغانستان

    نړیوال بانک له اړمنو افغانانو سره ۸۴ مېلیونه ډالر مرسته کوي

    صابر افغانصابر افغان2 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د نړیوال بانک اجرائیوي مدیرانو د افغانستان د انعطاف منلو د ټولنې د معشیت پروژې لپاره له اړمنو افغانانو سره د ۸۴ مېلیونه ډالرو مرسته تصویب کړې ده.

    یاد بانک ویلي، دا مرسته د افغانستان انعطاف منلو امانتي صندوق (ARTF) د ۷۰ مېلیونو ډالرو تکمیلوونکې اضافي مرسته ده.

    د نړیوال بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان د دفتر د مشرې ملیندا گوډ له قوله ویل شوي، دغه مرسته په کلیوالي او ښاري سیمو کې اړمنو کسانو لپاره د بلاعوضه مرستو له لارې د معیشت او خدمتونو او ټولنیزو ادارو د پیاوړتیا د وړاندې کولو لپاره ده.

    د گوډ په خبره، دا نوې مرسته به د اقلیم د بدلون د اغېزو له امله د انعطاف منلو د متمرکزو فعالیتونو رامنځ ته کول پراخه کړي او ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره به کار زمینه هم برابره کړي.

    د نوموړې په خبره، په وروستیو ۱۸ میاشتو کې یې د کارموندنې یو چوکاټ هم چمتو کړی او په نوې مرسته به د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې خپل خدمتونه روان وساتي.

    یادې پروژې په ۲۰۲۲ز کال د افغانستان کلیو او ښاري سیمو ته د نړیوال بانک د ۲۶۵ مېلیونه ډالرو په مرسته خپل فعالیت پیل کړی، چې تر دې مهاله یې څه باندې ۷۷۶زره افغان کورنیو ته لنډمهاله دندې پیدا کړي او له دې لارې یې ۵ اعشاریه ۴ مېلیونه کسانو گټه اخیستې ده.

    نړیوال بانک ویلي، په همدې موده کې یې ۷ اعشاریه ۴ مېلیونه افغانانو ته ټولنیز خدمتونه لکه سړکونه، روغتیايي مرکزونه او د څښاک اوبه هم برابرې کړې دي.

    د نړیوال بانک په اعلامیه کې ویل شوي، په افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو له امله د ۲۳ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

    مخکینۍ مقالهننگرهار کې د شفتالو سږني حاصلات ۹ زره ټنه اټکل شوي
    راتلونکي مقاله کندوز کې له ۲۰۰ ډېرو راستنو شوو نجونو څخه رقابتي ازموینه اخیستل شوې

    مربوطه لیکنې

    مولوي محمد يعقوب مجاهد او ابراهيم کالن‌ د امنيتي او دفاعي اړیکو پر اهميت خبرې کړي

    16 سپتمبر 2026

    خليفه سراج الدين حقاني د ترکیې د استخباراتو له رئيس سره کتلي

    16 سپتمبر 2026

    د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

    16 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 16 سپتمبر 2026

    د خاتم النبیین پوهنتون د لغوه کېدو اصلي علتونه

    په افغانستان کې د خاتم النبیین پوهنتون د فعالیت ځنډول او د جواز لغوه کول…

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    16 سپتمبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٥ مه.#هندوکش‌غږ

    16 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د خاتم النبیین پوهنتون د لغوه کېدو اصلي علتونه

    16 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    16 سپتمبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٥ مه.#هندوکش‌غږ

    16 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،257 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.