په تېرو څو ورځو کې په وینزویلا هېواد کې یوه ډېره حیرانوونکې او ناڅاپي پېښه رامنځ ته شوه. پر دغه هېواد د امریکا د ډلټا فورس ځواکونو د یوه ناخبره برید په ترڅ کې د وینزویلا ولسمشر او د هغه مېرمن په څو ساعتونو کې ونیول او ظاهراً یې د مخدره توکو په قاچاق کې د شراکت په تور امریکا ته د محاکمې لپاره ولېږدول.

خو د دې برید او د یو هېواد د لومړي کس د نیول کېدو د ناڅرګندو شرایطو، د پردې تر شا دسیسو او مبهمو دلایلو څخه چې ډېر اهمیت لري او د پاملرنې وړ دي، تښتېدلو مخالفینو له دې ترخې پېښې څخه ناوړه ګټه واخیسته او له افغانستان سره یې تړاو ورکړ.

ټول پوهېږي چې افغانستان له څو پرله پسې کلونو وروسته په یو آزاد او خپلواک هېواد بدل شوی او د آزاد انتخاب او پرمختګ حق لري. خو ښکاري چې تښتېدلي مخالفین هېڅکله د دې خوشبختې آزادۍ او بنسټیز پرمختګ څخه راضي نه دي او له هر فرصت څخه، که څه هم بې تړاوه وي، ګټه اخلي؛ ترڅو د هېواد د پرمختګ په لاره کې د دسیسو او دروغو اغزي خپاره کړي.

پر وینزویلا د امریکا له برید وروسته په روم کې د افغانستان د پخوانۍ ادارې، مخکنیو دیپلوماتانو ځینې څرګندونې وکړې؛ دا چې دوی اوسنی افغانستان لا هم یو لانجمن هېواد او له همه شموله حکومت بې برخې بولي، همدا راز له نړیوالو او حتی له ماتې خوړلې امریکا څخه په زاریو غوښتنه کوي چې افغانستان ته (د دوی په وینا) بیا یوه د مهربانۍ کتنه وکړي او یو ځل بیا په ځواک او لښکر ورباندې ورشي او ورانی وکړي.

که د جمهوریت په دوره کې د افغانستان تاریخ ته یوه لنډه کتنه وکړو، هغه څه چې په دغه رژیم کې هېڅکله نه لیدل کېدل، هغه د شمولیت اصل مراعات کول وو. دا چې تښتېدلو مخالفینو د جمهوریت په دوره کې څومره چې یې وس درلوده، د خپلو شخصي اغراضو په بدل کې د هېواد خاوره له پردیو سره معامله کړه او د هېواد په پرمختګ کې یې هېڅ ګټه ترې پورته نه کړه، چې دا یوه روښانه او له هر ډول شک او تردید څخه لرې موضوع ده، خو دا چې اوس یې رسنیو ته پناه وړې او په اوسني افغان حکومت کې د شمولیت غوښتنه کوي، یوه مغرضانه او له حقیقت څخه لرې خبره ده.

په همدې تېرو څو کلونو کې چې څه په افغانستان کې شوي، د افغان ملت او حتی د نړیوالو لپاره د ماسپښین د لمر په څېر روښانه دي چې افغانستان د پرمختګ، پراختیا او پرمختګ په لور روان دی او شک نشته چې دا ټول د حکومت او ملت، چارواکو او د ټولنې د ټولو افرادو ترمنځ د شمولیت پایله ده.

په دې ډول تبصرو سره چې مخالفین یې کله ناکله په رسنیو کې کوي، هیڅ ځای ته نه رسېږي او د هېڅ چا پام نه شي را جلبولی؛ ځکه چې نړیوال او د نړۍ مطرح ځواکونه له همدې کسانو او د دوی له دسیسو څخه خبر دي او د دوی په خبرو نه تېر وځي.

برعکس، دوی له اوسني افغان حکومت سره د تعامل او ښو اړیکو په لټه کې دي؛ ځکه چې دوی پوهېږي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې هېڅکله هم په زور او سلطې سره دا ملت نه شوای تسلیمولای او له دې هېواد څخه یې د ځان لپاره برخه نه شوای ترلاسه کولای. له همدې امله، نن هغه څه چې په قهر او زور یې نه دي ترلاسه کړي، شاید د ښو تعاملاتو او د سوداګریزو، اقتصادي او قانوني اړیکو له لارې یې تعقیب کړي.

له همدې امله، تښتېدلي مخالفین هرڅومره چې هڅه وکړي، غشي به یې پر کاڼي لګېږي او بیرته به د دوی په زیان را ګرځي. ښکاري چې دوی د موضوع له بحران سره مخ دي او د هرې بې تړاوه او نامناسبې خبرې په وسیله، یوازې د پام را جلبولو په لټه کې دي.

له دې پرته، دا ډول خبرې او ادعاوې تل تکرارېږي؛ خو له دې امله چې د حقیقت څخه تشې دي، نه پام را جلبوي او نه هم پر غوږونو باندې ښې لګېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version