د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ مسولینو په دې ولایت کې د غلا په تور د ۱۲ تنو د نیولو خبر ورکړی دی.
د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسولینو رسنیو ته ویلي، چې دغه ۱۲ تنه د نیمرړز ولایت په په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي.
د مسولینو په وینا؛ د نیول شويو کسانو دوسیې عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوې دي.
مسولین ډاډ ورکوي، چې د ټولو هېوادوالو اموال خوندي دي او چا ته به هم د دې اجازه ورنکړي، چې د نورو اموالو ته زیان ورسوي او یا هم غلا یې کړي.
له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر اشخاص د غلا په تور نیول شوي او وروسته د زیاتو پلټنو په موخه عدلیي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.