Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»افغانستان پر خپل ځان د متکي کیدو پر لور چټک ګامونه اخلي.
    افغانستان

    افغانستان پر خپل ځان د متکي کیدو پر لور چټک ګامونه اخلي.

    عمران آغاعمران آغا23 جون 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: محمد فیصل

    افغانستان کې له پنځو لسیزو جګړو او نا امنیو وروسته د امن راتلو له امله اوس کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته ښه فرصت برابر شوی دی.

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت د راپور پر بنسټ، د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې په ټول افغانستان کې ۱۲۱ نویو تولیدي فابریکو فعالیت پیل کړی دی؛ دغه راز، په دغه موده کې ۲۱۷ تولیدي ماشینونه هم هیواد ته راوړل شوي دي.

    په ۱۴۰۲ کال کې بیا ۶۱۴ نویو فابریکو فعالیت پیل کړی وو او څه کم ۱۱۰۰ ماشینونه د سوداګرو له لوري هیواد ته راوړل شوي چې بیلابیلو برخو کې تولید کوي.

    دا د کم ساري امنیت او ثبات له امله ده چې کورني او بهرني پانګوالو افغانستان ته مخه کړې ده.

    افغانستان چې بې کاري په کې هر وخت یوه لویه ستونزه وه، اوس هیله مندي شته چې د فابریکو او نورو لویو او کوچنیو پروژو په پیل سره به د بې کارۍ او بې وزلۍ کچه راټیټه او افغانان به د یو هوسا ژوند خاوندان شي.

    فابریکي ډیرې بریښنا ته اړتیا لري، خو له بده مرغه چې افغانستان کې د بریښنا لږوالی هم یوه لویه ستونزه ده.

    د افغانستان د بریښنا اکثریت ډیمونه د پخواني پاچا محمد ظاهر په پاچایی کې د پخواني شوروي اتحاد له لوري جوړ شوي چې تر اوسه ترې ګټه اخیستل کیږي.

    وروستیو جګړو افغانستان ته دا فرصت ور نه کړ چې د بریښنا لوی ډیمونه جوړ کړي، ولې اوس چې جګړه نشته، نو د نورو تر څنګ د بریښنا ډیمونو جوړولو ته هم زمینه برابره ده.

    له نیکه مرغه چې اقتصادي معاونیت دې برخې ته هم توجه کړې ده چې وروستۍ بیلګه یې د سروبي ۲ بند د جوړلو تاییدي او د بودیجې تخصیص کول دي.

    دغه راز، د وارداتي بریښنا برخه کې د بغلان له سب سټیشن څخه کابل او نږدې ولایاتو ته د واراداتي بریښنا د لیږد د پروژې پیل هم یو لوی کار دی چې کولی شي د فابریکو برخه کې د بریښنا د لږوالي ستونزه حل کړي.

    د بریښنا زیاتوالی د فابریکو په زیاتوالي او فابریکي د کورني اقتصاد په ښه کیدو او بې وزلۍ ختمولو کې ډیر لوی رول لوبولی شي.

    که چیرې د بریښنا ستونزه حل او د فابریکو له لارې خپل باکیفیته تولیدات ولرو، نو افغانستان به ډیر ژر پر خپل ځان متکي شي او د حکومت وروستیو ګامونو ته په کتو ښکاري چې پر ځان د متکي کیدو پر لور چټک ګامونه اخیستل کیږي.

    مخکینۍ مقالهنیمروز ولایت کې ۱۲ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.
    راتلونکي مقاله په تېرو درېیو میاشتو کې څه‌باندې ۷۰۰زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي.

    مربوطه لیکنې

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: پاکستان کې نیول شوي مخدره مواد افغانستان پورې تړل بې‌بنسټه او سیاسي ادعا ده، اصلي سرچینه دې پاکستان کې ولټول شي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي

    25 سپتمبر 2026

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد: داسې بې محاسبې، بې احتیاطه او کرکجن اقدامات بې له شکه چې د افغان ملت غوسه پاروي چې د پاکستاني نظامیانو لپاره به ناوړه پایلې ولري

    24 سپتمبر 2026

    شپږو ولایتونو کې د شرعي احکامو د نفاذ په موخه ولسي غونډې شوي

    24 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 25 سپتمبر 2026

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: پاکستان کې نیول شوي مخدره مواد افغانستان پورې تړل بې‌بنسټه او سیاسي ادعا ده، اصلي سرچینه دې پاکستان کې ولټول شي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس‌پاڼه اسلام اباد کې د امریکا…

    نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې تر بل هر وخت زیات منزوي شوی

    25 سپتمبر 2026

    د تبلیغاتي جبهو د چوپتیا ارزونه؛ ماته که ستراتیژي؟

    25 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: پاکستان کې نیول شوي مخدره مواد افغانستان پورې تړل بې‌بنسټه او سیاسي ادعا ده، اصلي سرچینه دې پاکستان کې ولټول شي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي

    25 سپتمبر 2026

    نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې تر بل هر وخت زیات منزوي شوی

    25 سپتمبر 2026

    د تبلیغاتي جبهو د چوپتیا ارزونه؛ ماته که ستراتیژي؟

    25 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،194 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،260 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.