د هرات د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، په روان کال کې یې تر دې دمه ۷۰۰ مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او د حکومت خزانې ته یې سپارلي دي.
د هرات د ترافیکو مدیر ذبیح الله اکبري وايي، په روان کال کې تر دې دمه ۲زره او ۱۰ ترافیکي پېښې په دغه ولایت کې شوي، چې ۱۳۶ تنه پکې مړه شوي او ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.
دی وايي، د نورو کلونو په پرتله سږ کال په هرات کې ترافیکي پېښو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د هرات د ترافیکو مدیریت د معلوماتو پر بنسټ، په روان کال کې یې د موټر چلولو ۲۰ زره جواز سیر او ۱۱ زره د موټر چلولو جوازونه هم وېشلي دي.
د یاد وزارت د ترافیکو مدیریت وايي، په دغه ولایت کې د ترافیکي گڼېگوڼې د کمولو او ترافیکو پېښو د مخنیوي په موخه یې گڼ ترافیکي څراغونه نصب کړي او غواړي چې په راتلونکي کال کې دغه لړۍ د هرات ښار ټولو سیمو ته ورسوي.