په هرات ولایت کې سیمه ییز مسولین وایي، چې په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره ۵۴۴ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس او زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند مولوي احمدالله متقي رسنیو سره په خبرو کې وویل: ” د زنده جان ولسوالۍ په پنځلس قریو کې د ۵۴۴ کورنو چارې بشپړې شوېدي، چې له جملې یې ۳۸۷ کورونه زلزله ځپلو ته وسپارل شول، پاتې ۱۵۷ نور جوړ شوي کورونه به په لسو ورځو کې زلزله ځپلو ته وسپارل شي.”
ښاغلي متقي زیاته کړه، چې یاد کورونه د افغانستان د حکومت لخوا جوړي شوي او “۱۲۰”میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د هرات ولایت زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند وایي، چې په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره د “څلور زره” کورونو د جوړولو چارې روانې دي، چې ۸۵ سلنه چارې یې پرمخ تللې دي؛ نوموړي وزیاته کړه، چې د یادو کورونو چارې به ډېر ژر بشپړ او زلزله ځپلو ته به وسپارل شي.
بل لور ته د زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلي د حکومت له دغو پیرزوینو څخه د مننې ترڅنګ خوښي وښوده، چې د دوی لپاره یې د سرپناه په موخه کورونه جوړ کړل او دوی ته یې وسپارل.