د هرات امنيه قومانداني وايي تیره شپه د هرات ښار دوولسمې حوزې اړوند د امنيتي ځواکونو په ګزمه کې یو تن غل چې د هیوادوالو موبايلونه یې غلا کړي وو، او تر تعقيب لاندې وو له امنيتي ځواکونو سره نښته کړې او وژل شوی.
د يادونې وړ ده چې وخت ناوخت د هېواد په ځينو ښارونو کې د موبایلونو غله له هېوادوالو په زور غلا کوي او حتی مرګ ژوبله ور اړوي خو؛ په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو له چټک او جدي غبرګون سره مخ شوي او د غلا کچه یې مخ په ټيټېدو ده.