د هرات ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې نوې اداري ودانۍ د ۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د هرات د والي شیخ اسلامجار، سوداګرو او صنعتکارانو په حضور کې پرانیستل شوه.
د هرات والي شیخ اسلامجار ویلي، چې د دغه ولایت صنعت په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او د صنعتکارانو هڅې او د افغان حکومت ملاتړ د دې پرمختګ مهم عوامل دي.
نوموړي همدارنګه خبر ورکړ، چې په هرات کې د ټاپي پروژې چارې د بشپړېدو په حال کې دي او تمه ده تر دوو میاشتو پورې بشپړې شي.
اسلامجار له صنعتکارانو او خلکو غوښتي، چې د ګاز د لېږد او د ښار د ماسټرپلان د عملي کېدو لپاره له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.


