ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې له تېرو څو ساعتونو راهیسې هرمز تنګي کې د ایران او امریکا د سمندري ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

فاکس نیوز د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، چې امریکايي پوځ پر هغو ایراني بېړیو برید کړی، چې غوښتل یې د امریکا له لوري لګېدلې سمندري کلابندي ماته کړي.

بلخوا ایراني سرچینو ادعا کړې، چې د ایران وسله‌والو ځواکونو پر یوه ایراني بېړۍ د امریکايي ځواکونو د برید هڅه شنډه کړې ده.

تر اوسه د دغو نښتو له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه رسمي جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

د یادونې ده، چې تېره شپه هم هرمز تنګي کې د امریکايي او ایراني ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version