د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان ولسوالۍ اړوند موسی‌خېلو سیمه کې د پاکستان پوځي رژیم د عسکرو پر موټر بمي برید شوی.

ځایي سرچینو ویلي، برید تېره ورځ ماسپښین مهال شوی چې پر مهال یې د پوځي رژیم لږ تر لږه څلور عسکر هلاک شوي دي.

د رسېدلو معلوماتو له مخې، دې برید کې په نښه شوی پوځي موټر هم تخریب شوی دی.

په ورته مهال اتحاد المجاهدین پاکستان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

د پاکستان پوځي رژیم ځایي امنیتي ادارو په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version