‏د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د (آر‌-سي انټرنشنل) هندي شرکت له رییس ګوروونډر سنه مالهوترا سره کتلي.

کرنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دې کتنه کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په تړاو خبرې شوي، چې تازه او وچې مېوې، زعفران او طبي بوټي په کې شامل دي.

ښاغلي عثماني ټینګار کړی، چې د افغانستان کرنیز محصولات عضوي، باکیفیته او د هند بازار د اړتیاوو د پوره کولو وړتیا لري.

له بل لوري، د هندي شرکت رییس ویلي، دوی د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پېرلو او د هند بازارونو ته د عرضه کولو لپاره چمتو دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version