هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د «سندور» عملیاتو له پیل راهیسې هند کې ۴۵۷ پاکستاني جاسوسان نیول شوي دي.
په راپور کې ادعا شوې، چې د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) له پوځي ماتې وروسته د جاسوسۍ فعالیتونه زیات کړي دي.
راپور کاږي، چې ISI نیول شویو کسانو ته د پوځي تحرکاتو، ستراتیژیکو ځایونو او سرحدي ځای پرځای کېدنې په اړه د حساسو معلوماتو د راټولولو دندې سپارلې وې.
ویل شوي، جذب شوي کسان د ټولنیزو رسنیو، «Honey Trap» او نغدي پیسو په وسیله هدف ګرځول شوي او پیسې د حوالې شبکو او کوډ شویو اپلېکېشنونو له لارې ورلېږل کېدې.
