د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ پلاوي د هند په نوي ډیلي کې د همدرد درمل جوړونې فابریکې له مسوولینو سره کتلي دي.
د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د دودیز او یوناني طبابت د پراختیا، د افغان طبیبانو د مسلکي روزنې، انلاین زدهکړو او لنډمهاله تخصصي کورسونو په اړه خبرې شوې دي.
دواړو لورو همداراز د همدرد فابریکې په لابراتوارونو کې د عملي ورکشاپونو پر جوړولو بحث کړی دی.
د فابریکې مسوولینو په افغانستان کې د وړیا روغتیايي کمپونو د جوړولو ترڅنګ، په هېواد کې د درملو د تولید په برخه کې پانګونې ته هم لېوالتیا ښودلې ده.


