د کانونو او پترولیم وزارت خبر ورکوي چې، د هند د کان کیندنې له یوه شرکت سره یې په افغانستان کې د پانګونې په تړاو خبرې کړي دي.

دغه وزارت پرون په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې د هندي شرکت مشر سرینواش اکاپیډي په افغانستان کې د فلزي کانونو، قیمتي ډبرو، نفت او ګازو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

د حکومت د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر هدایت‌الله بدري ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د دغه هندي شرکت د پانګونې لپاره زمینه مساعده ده.

هېره دې نه وي چې پر هېواد د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو وروسته، ګڼ شمېر بهرنیو شرکتونو د افغانستان په کاني زېرمو کې پانګه اچونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version