راپورونه وایي، ‏د هندوستان په اسام ایالت کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښته کې دوه کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د ټپیانو له منځه ۴۸ تنه پولیس دي، چې په کې دوه لوړ پوړي افسران هم شامل دي.

هندۍ انډيا ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې یاد لاریون د اسام په کاربي انګلونګ ولسوالۍ کې د ځمکو د غصب پر ضد پیل شو، چې وروسته پر تاوتریخوالي واوښت.

لاریونوالو د لاریون پرمهال ګڼو هټیو او د یوه ځایي چارواکي کور ته یې اور هم اچولی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version