د هندوستان ټايمز رسنۍ راپور ورکړی، چې د هند د «ایر انډیا» شرکت یوه AI-171 بوئينګ الوتکه چې د دغه هېواد د احمد اباد ښار له هوايي دګر څخه د لندن په لور روانه وه، تر الوتنې څو دقیقې وروسته هوايي ډګر ته نږدې رالوېدلې او اور یې اخيستی ده.
سرچينه وايي، په دغه الوتکه کې د ۱۲ خدماتي کارکوونکو په ګډون ۲۴۲ مسافر سپاره وو چې له احمد اباد هوايي ډګر څخه د لندن د ګاټويک هوايي ډګر پر لور روانه وه او په یوه ملکي سیمه کې غورځېدلې ده.
د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې تر دې مهاله د دې پېښې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی معلوم شوی.