د پاکستان پوځي رژیم امنیتي ادارو ویلي، ناپېژانده وسلهوالو نن دوشنبه د خیبر پښتونخوا هنګو ولسوالۍ کې د پولیو ضد واکسین پر یوه امنیتي ټیم برید کړی، چې له امله یې یو پولیس هلاک او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د هنګو ځایي پولیسو ویلي، چې برید د پولیسو پر هغه موټر شوی چې د «چپري وزیران» سیمه کې یې د پولیو ټیم امنیت لپاره ځای پر ځای شوی و.
د برید مسئولیت تر اوسه کومې ډلې نهدی منلی. د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د پولیو د کمپاینونو پر مهال د خیبر پښتونخوا بېلابېلو سیمو کې پاکستاني پولیس په نښه شوي دي.


