د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې د پانګونې جذب‏ او د افغانستان د برښنا سکټور ملاتړ کنفرانس کې د افغانستان برښنا شرکت او یو شمېر پانګوالو شرکتونو ترمنځ د نهه زره او ۴۰۷ مېګاواټه په ظرفیت د برښنا د تولید هوکړې او قراردادونه لاسلیک شول.

په لاسلیک شویو اسنادو کې د ۹۱۲۳ مېګاواټه په ظرفیت د برښنا تولید او برښنايي زېربناوو جوړولو تفاهمنامې او د ۲۸۴ مېګاواټه په ظرفیت د برښنا تولید قراردادونه شامل دي.

‏پر دې سربېره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۲۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د سرخان پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا مزي غځولو، د دښت الوان او ارغندۍ سب‌سټېشنونو پراختیا او تر شیخ مصري سب‌سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا مزي غځول او د دغه سب‌سټېشن پراختیا پروژو عملي چارې هم پيل شوې.

د ویلو ده چې، د پانګونې د جذب او د افغانستان برښنا سکټور ملاتړ کنفرانس د ۲۲ هېوادونو استازو، نړیوالو بنسټونو، ملي او نړيوالو پانګوالو د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې نن (شنبه) کابل کې پیل شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version