د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدايت الله بدري بدخشان ته په سفر کې، په ناقانونه توګه د کانونو د استخراج او د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کړی او په دې برخه کې د بدخشان ولایت د چارواکو د ډېرې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه کړې ده.
د ياد وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ ښاغلي بدري همدارنګه د شهر برزګ ولسوالۍ ته تللی او په یوې غونډه کې یې د شرکتونو مسوولینو او ځايي خلکو ته ویلي چې، په ناقانونه توګه د کانونو کیندلو ته اجازه نهورکول کېږي او ټول شرکتونه مکلف دي چې، د قانون پر بنسټ تړون وکړي.
خبرپاڼه زياتوي چې، سرپرست وزیر د کان کیندنې شرکتونو ته ویلي چې، د کانونو او پټرولیم وزارت د زرشویۍ او مسلکي معدنکارۍ لپاره یوه جامع کړنلاره چمتو کړې چې، معدنکاران کولی شي، کابل ته د راتګ پر ځای د بدخشان ولایت د کانونو او پټرولیم وزارت له ریاسته خپل جوازونه ترلاسه کړي.