
د لبنان وتلی صهیونیست ضد مبارز جورج ابراهیم عبدالله، له ۴۱ کلن بند وروسته د فرانسې له زندانه خوشې شو.
جورج عبدالله په ۱۹۵۱م کال کې د لبنان عکار سیمه کې زیږیدلی و.
د راپورونو لهمخې، نوموړي د زدهکړو تر بشپړولو وروسته، صهیونیستي ضد مبارزې ته را ودانګل او د هغه تر مشرۍ لاندې ډلې په ۱۹۸۱ او ۱۹۸۲ کلونو کې پنځه پوځي عملیات ترسره کړل.
راپور زیاتوي، نوموړی په ۱۹۸۴م کال کې فرانسې ته په یوه سفر کې، د موساد جاسوسانو او د دوی د لبناني ملګرو له خوا تر تعقیب وروسته، د جعلي پېژندپاڼې لرلو په تور ونیول شو او بندي شو.
د معلوماتو لهمخې، نوموړی تېره ورځ (جمعه) په یوه الوتکه کې د لبنان پلازمېنې بیروت ته ولېږدول شو.