باوري ځایي سرچینې هندوکشغږ ته وایي، چې نامعلومه وسلهوالو نن دوشنبه ګلګېت-بلتستان کې د پاکستاني رژیم پر کومانډو ځواکونو برید کړی.
سرچینې زیاتوي، چې دې برید کې د یوه لوړ رتبه افسر په ګډون درې پولیس کومانډو هلاک شوي او څلور نور ټپيان دي.
د پاکستان پوځي رژیم سیمه ییزو چارواکو برید تائید کړی؛ خو لا یې کومې ډلې مسؤلیت نه دی منلی.
د یادونې وړ ده، چې ګلګېت-بلتستان کې پر پاکستاني پولیسو او ملېشو د ورته بریدو مسئولیت تر دې وړاندې د پاکستاني طالبانو غورځنګ منلی دی.
