ټاکل شوې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین نن (پنجشنبه، د لیندۍ ۱۳مه) په یوه رسمي دوه ورځني سفر هندوستان ته ولاړ شي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو او د فاعي همکاریو لا پیاوړتیا بلل شوې.
ورته مهال یو شمېر رسنیو ویلي، چې دواړه لورې به هندوستان ته د روسي سوخو-۵۷ جېټ الوتکو د فناورۍ پر لېږد هم خبرې وکړي.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، پوتین به په دې دوه ورځني سفر کې د هند له لومړي وزیر، نرېندرا مودي سره رسمي او غیر رسمي لیدنې ولري.
ویل شوي، پوتین سره به په دې سفر کې د کابینې غړي، لوړ پوړي پوځي چارواکي او د روسیې د سترو شرکتونو استازي هم مله وي.
