وروسته له هغې چې په وروستیو ورځو کې متحده ایالاتو افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړ چې د واشنګټن په وینا بهرني اتباع «په ناعادلانه ډول» نیسي، د «مقاومت» په نوم ډلې ژر تر ژره له دې پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې یو مهم او پر وخت ګام وباله.
دوی په خپلو څرګندونو کې ادعا وکړه چې تر هغه وخته چې افغانستان له «اوسني نظام» څخه خلاص نه شي او یو «قانوني نظام» رامنځته نه شي، دا هېواد به د نړیوالو سفرونو لپاره خوندي ونه بلل شي.
خو همدا دریځ په ښکاره توګه ښيي چې دغه ډله لا هم خپلې هیلې واشنګټن پورې تړلې ساتي. دوی د امریکا له هر اقدام، حتی له یوې عادي ډیپلوماټیکې څرګندونې څخه هم داسې برداشت کوي، لکه دا چې ګواکې د پراخو فشارونو پیل او په پای کې په افغانستان کې د نظام د بدلون مقدمه ده.
په حقیقت کې د دوی له خبرو او تحلیلونو څخه داسې ښکاري چې د امریکا د سیاستونو په اړه یو ډول غیر واقعي خوشبیني لري. دا خوشبیني تر ډېره د داسې خوب په شان ده چې کله هم د واقعیت په ډګر کې نه پوره کېږي.
په داسې حال کې چې د تېرو شلو کلونو تجربه ښيي چې امریکا په افغانستان کې تر هر څه زیات په خپلو ګټو او ستراتیژیکو محاسبو پسې وه، نه د هغو ډلو د هیلو پوره کولو لپاره چې له هغې سره نږدې یا همغږي وې.
هماغه هېواد چې نن د «ناعادلانه نیونو» خبره کوي، کلونه یې په افغانستان کې پوځي حضور درلود. په هماغه موده کې زرګونه افغانان په باګرام، ګوانتانامو او نورو زندانونو کې بې له محاکمې بندیان او شکنجه شول. حتی اوس هم یو شمېر کسان په ګوانتانامو کې په ظالمانه ډول ساتل کېږي.
خو هغه جریانونه چې نن د امریکا له هر اقدام هرکلی کوي، د امریکا د هماغه ظلمونو پر وړاندې چوپ پاتې وو، بلکې ځینې وخت یې ستاینه هم ترې کوله.
له همدې ځایه پوهېدای شو چې ولې د دې جریان هیلې له امریکا نه پرې کېږي. لومړی دا چې د دې ډلې ځینې مشران له پیله په داسې سیاسي او امنیتي فضا کې لوی شوي چې له لویدیځ سره تړاو لري. له همدې امله دوی لا هم فکر کوي چې د افغانستان سیاسي راتلونکی به یوازې د بهرنیو فشارونو او د سترو قدرتونو د ملاتړ له لارې ټاکل کېږي.
همدا ذهنیت د دې سبب شوی چې دوی د هېواد د کورنیو واقعیتونو پر ځای تل د بهرنیو تحولاتو انتظار وباسي.
دوهم دلیل دا دی چې دغه جریان په افغانستان کې کومه قوي ټولنیزه او ولسي ځايګاه نه لري او نه هم د اغېز وړ ځواک لري. نو ځکه د دې کمزورۍ د جبران لپاره اړ کېږي چې خپلې هیلې په بهرنیو بدلونونو پورې وتړي او د هېوادونو ترمنځ له هر اختلاف یا دریځه داسې نتیجه واخلي چې ګواکې په افغانستان کې د نظام د بدلون شرایط برابر شوي دي.
بل عامل د همدې دریځونو تبلیغاتي کارونه دي. د دې جریان مشران د دې لپاره چې د خپلو پلویانو مورال وساتي، تل د «نږدې بریا» خبرې کوي.
د بېلګې په توګه، احمد مسعود په خپلو وروستیو ویناوو کې ادعا کړې چې «افغانان به ډېر ژر په یووالي او اتفاق خپله بریا ولمانځي»، خو دا ډول خبرې تر ډېره د سیاسي او میداني واقعیتونو پر بنسټ نه دي، بلکې یوازې د دې لپاره کېږي چې د هغو پلویانو هیلې ژوندۍ وساتي چې څو ځله د دغو ژمنو د ماتېدو شاهدان پاتې شوي دي.
په حقیقت کې د دې جریان د فعالیت تاریخ ښيي چې پر بهرني ملاتړ تکیه کول د دوی په سیاسي چلند کې یو تکراري عادت ګرځېدلی دی. هر ځل چې کوم بهرنی خبر یا دریځ خپور شي، نو نوې هیلې پیدا شي؛ خو کله چې وخت تېر شي او واقعیتونه روښانه شي، هماغه هیلې ډېر ژر له منځه ولاړې شي.
له همدې امله ویلای شو چې د امریکا له وروستي دریځ څخه د دې ډلې بیړنی هرکلی هم د هماغې پخوانۍ لارې دوام دی؛ داسې لاره چې د افغانستان د کورنیو واقعیتونو پر ځای د بهرني ملاتړ پر خیالونو او ډېر خوشبینانه تحلیلونو ولاړه ده.
د تېرو تجربو له مخې، دا ډول هیلې تر ډېره د سیاسي سراب په شان دي؛ داسې سراب چې څو ځله ښکاره شوی، خو هر ځل لږ وخت وروسته له منځه تللی دی. خو بیا هم ځینې خلک لا تر اوسه ورته په تمه ناست دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


